انصار: (د تله ۳مه)، د تاجکستان یو شمېر رسنۍ وایي دې هېواد د سږني کال له جنورۍ تر اګست میاشتې افغانستان او ازبکستان ته د څه باندې ۸۲ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا صادره کړې ده.
سرچینې وایي د تاجکستان، دا اندازه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۳ یا نږدې ۳ میلیون ډالره کمه ده.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې د دې مودې په لړ کې، د تاجکستان د برښنا تولید شاوخوا ۱۵.۴ میلیارد کیلو واټ ساعتونو ته رسېدلی، چې له دې څخه یو میلیارد کیلوواټ ساعته صادره شوې.
اوسمهال د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته کېږي.تاجکستان د ۲۰۲۴م کال لپاره له دغو دواړو هېوادونو سره د برښنا د صادراتو په اړه یو تړون لاسلیک کړ.
د مالوماتو له مخې افغانستان تر اویا سلنه ډېره مصرفي برښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33594